د فلسطیني وسله والو په برید کې د اسراییل ۹ سرتېري وژل شوي

غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

فلسطیني وسله والو په غزه کې پراسراییلي ځواکونو په برید کې لږ تر لږه ۹ سرتېري وژلي دي.

د نورو رسنیو ترڅنګ د اسوشیتید پرس خبري آژانس هم نن د دغې پیښې خبر ورکړی، خو دایي نه دي ویلي چې دغه وسله وال په حماس پورې تړلې که د حماس اړوند په کومې بلې ډلې پورې.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.

د راپورونو له مخې، د سې شنبې په ورځ په شجاعیه سیمه کې له څلورو اسراییلي سرتېرو سره چې په یوې وسله واله حمله کې په نښه شوي وو، د اسراییل د پوځ اړیکه پرې شوې وه.

ویل شوي چې هغه ځواکونه چې د دغو سرتیرو د ژغورنې لپاره یې عملیات پیل کړي وو، له کمین سره مخامخ شوي.

د راپورله مخې، د اسراییلي وژل شویو سرتېرو په منځ کې د دوی یو قومندان او یو لوړپوړی افسر هم شامل دی.

اسراییل په غزه کې د حماس ضد پوځي عملیات د اکتوبر په اوومه نېټه وروسته له هغه پیل کړل چې دې ډلې یې پر قلمرو حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل.