یوه پاکستاني مقام پر افغانستان د غچ اخیستونکو بریدونو غوښتنه وکړه

د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی

په پاکستان کې د لنډ مهاله حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو او عامه اړیکو وزیر جان اڅکزي په ډېره اسماعیل خان کې د وروستي برید په غبرګون کې ویلي چې دوی باید په افغانستان کې په غچ اخیستونکو بریدونو غور وکړي.

ښاغلي اڅکزي نن چهارشنبې پر ځپله اېکس شبکه یاپخواني ټویټر لیکلي چې باید په افغانستان کې ځانګړې او هدفي حملې ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې افغان طالبانو ته باید پیغام ورکړل شي چې دوه ګونې لوبه نوره نه شي زغمل کېدای.

په ډېره اسماعیل خان کې د سې شنبې له برید وروسته چې د پاکستان د پوځ ۲۳ سرتیري پکې ووژل او له دېرشو زیات ټپیان شول، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د طالبانو ترکنټرول لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست احمد شکېب احضار کړ.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو حکومت باید په دې اړه بشپړه څیړنه ترسره کړي، د عاملینو په وړاندې یې پرېکنده اقدام وکړي او د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د پټنځایونو پر وړاندې څرګند اقدامات وکړي.

د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو د وزیر د وروستیو څرګندونو او په اسلام اباد کې یې د لوی ډیپلوماټ د احضارولو په اړه رسمي څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي وو چې پاکستان دې د نا امنیو په مهارولو کې د خپلې ناکامۍ مسولیت پرطالبانو نه اچوي.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم ډلې په ډېره اسماعیل خان کې د دغه برید مسوولیت اخیستی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه ډله د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي اړوند یوه ترهګره ډله بللې ده.