د اقلیم د بدلون د نړیوال کنفرانس وړاندیز شوی هوکړه لیک خپور شو

د کنفرانس یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس مشرتابه نن چهارشنبې د اقلیم په اړه د وړاندیز شوې وروستۍ هوکړې متن خپور کړ.

دا هوکړه لیک، په لومړي ځل هېوادونه اړباسي چې د اقلیم د بدلون د ترټولو ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره له فوسیلي سوند موادو لاس واخلي او بدیل ته مخه کړي.

دغه وړاندیز شوی توافق د دې کنفرانس چې دوبی یې کوربنه وه، د نېږدې ۲۰۰ غړیو هېوادونو یوه اجماع منعکسوي.

د دې کنفرانس یو شمېر ګډون کوونکو ټینګاروکړ چې د فوسیلي سوند موادو دوره باید پای ته ورسول شي، خو د تېلو تولیدونکې ډلې اوپیک او متحدینو یې پردې اعتراض درلود.