بایډن: پر ملکیانو د اسراییل بمبارۍ د حماس خلاف د روانې جګړې نړیوال ملاتړ زیانمن کړی

له ارشیفه د غزې د یوې بمبار شوې سیمې تصویر

په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو په غزه کې په بشري دلایلو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې، له اوږدې مودې راهیسې د اسراییل د ملاتړي هېواد( امریکا متحدو ایالتونو) ولسمشرجوبایډن ویلي چې پرملکیانو بمبارۍ چې هغه ړندې یا بې توپیره بللې د حماس په وړاندې له روانې جګړې نړیوال ملاتړ ته زیان رسولی.

په وروستیو کې اسراییل په زیاتیدونکي ډول له ډیپلوماتیک انزوا سره مخامخ شوی.

د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.

په غزه کې د بشري بحران د پراخیدو په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو له جدي خبرداریو وروسته د ملګروملتونو عمومي اسامبلې چې ۱۹۳ غړي لري، پرون سې شنبې هغه پرېکړه لیک تصویب کړچې په غزه کې د اوربند غوښتنه کوي.

د دې اسامبلې درې پرڅلورمه غړیو دغه پرېکړه لیک ته مثبتې رایې ورکړې.

اسراییل په غزه کې د حماس ضد پوځي عملیات د اکتوبر په اوومه نېټه وروسته له هغه پیل کړل چې دې ډلې یې پر قلمرو حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل.