غزه؛ د اسراییل پوځ پېچلو تونلونو ته د حماس د ځپلو لپاره د اوبو پمپول پیل کړي

په غزه کې یو شمېر اسراییلي ځواکونه

د اسراییل پوځ په غزه کې هغو پېچلو تونلونو ته چې حماس سختدریځې ډله کار ترې اخلي د سمندر د اوبو پمپول پیل کړې دي.

حماس ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا تروریستي سازمان ګڼل کېږي.

والسټریت ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي دا کار ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي.

دې چارواکو ویلي دي چې دا بهیر به د تونلونو د ویجاړېدو باعث شي.

اسراییل باور لري چې حماس ډله اسراییلي یرغمل، خپل جنګیالي او مهمات په دې تونلونو کې ساتي.

ورځپاڼه راپور ورکوي چې ځینو نورو چارواکو بیا اندېښنه ښودلې چې د سمندر اوبه به د غزې د څښاک پاکې اوبه له خطر سره مخامخ کړي.

اسراییل په غزه کې د حماس ضد پوځي عملیات د اکتوبر په اوومه نېټه وروسته له هغه پیل کړل چې دې ډلې یې پر قلمرو حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې برمته کړل.