د ژونالېستانو د ملاتړ کمېټې هم له طالبانو د خبریال عبدالرحیم محمدي د زر خوشې کولو غوښتنه وکړه

په کندهار کې د طالبانو لخوا نیول شوی خبریال، عبدالرحیم محمدي

د ژورنالېستانو د ملاتړ کمېټې CPJ له طالبانو غوښتي دي چې افغان خبریال عبدالرحیم محمدي سمدستي خوشې کړي او د خبریالانو نیول پای ته ورسوي.

د خبریالانو د ملاتړ دې مدافع ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دی، پرون په یوه بیان کې ویلي چې CPJ تراوسه نه پوهېږي طالبانو ولې محمدي نیولی دی او چېرته یې بېولی دی.

د افغان ژورنالېستانو د ملاتړ کورنیو بنسټونو ویلي چې د تمدن د خصوصي ټلویزیون دا خبریال په کندهار کې د استخباراتو ریاست ته احضار شوی و او له هغه راهیسې نه دی لیدل شوی.

وېل کېږي چې محمدي له ۱۳۹۸ کال راهیسې په کندهار کې د تمدن ټلویزیون لپاره کار کاوه.

په بیان کې د CPJ د آسیايي پروګرام د مشرې بیه ليه یي Beh Lih Yi له قوله ویل شوي چې نوموړې وايي، طالبانو او استخباراتو یې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوو کلونو کې هره ورځ د افغان ژورنالېستانو ځپلو ته دوام ورکړی او په دې توګه د د راپور ورکولو او معلوماتو د خپرولو بهیر له خنډ سره مخامخ کوي.

طالبان عموما د خبریالانو او فعالانو د نیول کېدو د راپورونو په اړ څه نه وايي، خو پرله پسې ټینګار کوي چې د دوی حکومت د بیان ازادۍ ته د افغاني- اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې ژمن دي.