طالبان: په کندهار کې له پاکستانه ستنیدونکي مسلکي کسان ثبتوو

له پاکستانه یو شمېر ستنیدونکې افغان کورنۍ

په کندهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د استخدام کمېټې چارواکي د راستنیدونکو مهاجرینو په منځ کې مسلکي کسان پېژني او راجستر کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د سې شنبې په ورځ (دسمبر ۱۲) پر اېکس پاڼه لیکلي چې له پاکستان څخه د شړل شویو مسلکي کسانو نوملړ به د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته ورکړل شي.

خو دې ادارې دا ونه ویلي چې څومره افغان مسلکي کارکوونکي له پاکستانه ایستل شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره لسګونه زرو مسلکي کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د بې کارۍ بحران مخ په زیاتېدو دی.