پاکستان د ډېره اسماعیل خان د برید په تړاو د طالبانو شارژدافیر احضار کړی

تصویر له ارشیفه، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغان سفارت شارژدافیر احضار کړی او ورته یې د ډېره اسماعیل خان د برید په تړاو د پاکستان سخت احتجاج ور اورولی.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د طالبانو حکومت چې دوی ورته موقت افغان حکومت وایي د دیره اسماعیل خان د برید په تړاو بشپړې څېړنې وکړي او د عاملینو په وړاندې یې قاطع اقدامات وکړي.

په بیان کې زیاته شوې چې د طالبانو حکومت باید دا برید په کلکه وغندي او د ټولو ترهګرو ډلو او د هغوی د پټنځایونو پر ضد واضح اقدامات وکړي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې د پولیسو تاڼې سره جوخت وسله وال برید کې چې لومړی ځانمرګې چاودنه او بیا ډزې وشوې لږ تر لږه ۲۳ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دیره اسماعیل خان د برید مسوولیت د ټي ټي پي یوې اړوندې ډلې تحریک جهاد پاکستان ډلې په غاړه اخیستی.

دغه وزارت له طالبانو غوښتي چې د دې وروستي برید عاملین او د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان مشرتابه غړي ونیسي او پاکستان یې ته وسپاري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې خبر تر لیکلو پورې د پاکستان د ډېره اسماعیل خان د برید او د پاکستان د حکومت پر اعلامیې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو حکومت پخوا ویلي وو چې دوی چاته اجازه نه ورکوي له افغان خاورې د نورو پر ضد ګټه واخلي او دا یې هم رد کړې وه چې ټي ټي پي یا نورې پاکستان ضد ډلې افغانستان کې پټنځایونه لري او له دې ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي.