اروپايي ټولنې نن پر هغو اصولو موافقه وکړه چې له مخې یې د مجرمو کسانو د شتمنیو کنګل کول او ضبطول اسانه کېږي.
په دې اصولو کې د روسیې او بیلاروس د هغو شتمنیو د تشخیصولو لپاره د ظرفیتونو لوړول هم شامل دي چې په بندیزونو کې په نښه کېږي.
د اروپايي پارلمان او د دې ټولنې د دولتونو مرکچیانو د مجرمانو د شتمنیو او ملکیتونو د معلومولو، پېژندنې، کنګل کولو، مصادرې او تنظیم پر اصولو توافق کړی دی.
دا اصول د مجرمانو د شتمنیو د ډېر ژر کنګل کېدو امکان برابروي او د هغو جرایمو کچه پراخوي چې د اروپايي ټولنې له اوسنیو قوانینو هاخوا نور جرایم لکه د انسانانو، مخدروموادو او وسلو قاچاق هم رانغاړي.