له طالبانو څخه د کندهار د یوه خبریال عبدالرحیم محمدي د خوشې کولو غوښتنه وشوه

د کندهار یو سیمه ییز خبریال عبدالرحیم محمدي

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي دي چې د کندهار سیمه ییز خبریال عبدالرحیم محمدي له بنده خوشې کړي.

دې مرکز نن پر خپله ویبپاڼه په یوه بیان کې وویل، محمدي د لیندۍ په ۱۳مه په کندهار کې د استخباراتو ادارې ته احضار شوی و او له هغه راهیسې یې په اړه هېڅ معلومات نه شته.

په بیان کې د نوموړي د بې قید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د کندهار پر سیمه ایزو چارواکو هم غږ کړی چې که له دې خبریال څخه هرراز شکایتونه وي، نو باید د رسنیزو سرغړونو د کمیسیون له لارې وڅېړل شي.

د دې مرکز د معلوماتو له مخې، عبدالرحیم محمدي له ۱۳۹۸ کال راهیسې په کندهار کې د تمدن ټلویزیون لپاره کار کاوه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پر خبریالانو او رسنیو فشارونه زیات شوي.

تېره اونۍ د افغانستان د خبریالانو فدراسیون وویل چې د طالبانو استخباراتو د طلوع خورشیدراډیو یو پخوانی خبریال ضمیر ظهیر نیولی دی.

د طالبانو چارواکي عموما د خبریالانو او فعالانو د نیول کېدو د راپورونو په اړ څه نه وايي، خو پرله پسې ټینګار کوي چې د دوی حکومت د بیان ازادۍ ته د افغاني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې ژمن دي.