متحده ایالتونه: په افغانستان کې دننه او بهر د فساد ضد مبارزې ته دوام ورکوو

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت

د فساد په قضیو کې د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې پر مشر میر رحمان رحماني او د هغه پر زوی د بندیزونو له لګولو وروسته متحد ایالتونه وايي چې د فساد پرضد مبارزې ته به دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر پرون په یوه خبري غونډه کې دې پوښتنې ته چې آیا په فساد کې پر ښکېلو نورو افغان چارواکو به هم بندیزونه ولګول شي که نه په ځواب کې وویل چې متحدو ایالتونو د افغانستان د پارلمان پر مشر او د هغه د کورنۍ پر نژدې غړو په کور دننه او بهر په پراخ فساد کې د لاس لرلو په خاطر بندیزونه ولګول چې له مخې یې امریکا ته د دوی پر سفر هم بندیز لګول کېږي.

ښاغلي میلر زیاته کړه چې امریکا به په عین حال کې په افغانستان کې دننه او بهر د فساد پرضد مبارزې ته دوام ورکړي.

د امریکا د خزانې وزارت بیګا ناوخته په یوه بیان کې وویل چې د بهرنیو شتمنیو د کنټرول څانګې یې پر رحماني، د هغه پر زوی اجمل رحماني او له دوی سره پر تړلو ۴۴ کمپنیو د نړۍ په کچه په پراخ فساد کې د دوی د ونډې په خاطر بندیزونه لګوي.

په بیان کې راغلي دي چې رحماني او زوی یې د خپلو کمپنیو له لارې د فساد د تدارکاتویو پېچلی سیسټم رامنځ ته کړی و چې په نتیجه کې یې د امریکا د حکومت له خوا د پخوانیو پوځي ځواکونو د ملاتړ لپاره د تمویل شویو پروژو میلیونونه ډالر په ناسمه لار لګېدلي دي.