اسراییلو بیا پر غزې هوایي بریدونه پيل کړل

په غزه کې د اسراییلو د هوایي بریدونو یوه څنډه

اسراییلو نن یوځل بیا د غزې په تړانګه کې هوايي حملې پیل کړې.

اسراییلو له دې مخکې ویلي وو، چې په غزه کې د عملیاتو په نتیجه کې د حماس سختدریځې ډله له منځه تلو ته نژدې شوې ده.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د تروریستي ډلې په توګه پېژني.

په عین حال کې د بشري چارو مسوولې ادارې اندېښنه لري چې په دې کلابنده سیمه کې ښايي ډېر ژر ناروغۍ او لوږه اوج ته ورسېږي.

دوی پر اسراییلو د ډيپلوماتیک فشار غوښتنه کوي څو د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

په غزه کې نن نښتې روانې وې.

حماس ډلې ویلي دي چې دا نښتې د غزې په مرکزي برخه کې شوې دي.

بل خوا عیني شاهدانو د غزې د تړانګې په جنوب کې د اسراییلو د خونړيو حملو راپور ورکړی.