د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله په غزه کې د فوري بشري اوربند په پرېکړه‌لیک رایه اچونه کوي

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې یو انځور

ټاکل شوې ده چې په غزه کې د فوري بشري اوربند پر پرېکړه‌لیک د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې رایې واخیستل شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دا پرېکړه لیک، چې نن رایو ته وړاندې کېږي، لازم الاجرا نه دی، خو له سیاسي نظره اهمیت لري او د نړیوالو نظر منعکسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحدوایالتونو د جمعې په ورځ په غزه کې د فوري اوربند د ټینګېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ.