د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کړې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو د وروستي راپور په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه، درېیو ښځینه افغان فعالانو هم ګډون کړی و.

په دې غونډه چې د بندو دروازو شاته جوړه شوه، د افغانستان د ښځو د شورا په استازیتوب فوزیې کوفي او اصیلا وردګ او د ښځو د حقونو فعالې یلدا روان ګډون کړی وو.

هغوی له غونډې وروسته په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سینیرلي اوغلو راپور چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره یوه طرح وړاندې کوي خپلې ښېګڼې او نیمګړتیاوې لري.

دې مېرمنو وړاندیز وکړ چې که ملي ډیالوګ پیلېږي نو په لومړي ګام کې باید د هغو ښځو امنیت او خوندیتوب یقیني شي چې په خبرو کې ګډون کوي.

د دې مېرمنو بله غوښتنه دا وه چې طالبان د ښه نیت د ښودلو لپاره باید ټول بندیان که ښځې دي که نارینه خوشې کړي.

دې فعالانو دا غوښتنه هم وکړه چې که خبرې اترې کېږي یا باید په هېواد کې دننه وي او یا د سیمې په کوم هېواد کې خو د دوی په وینا دا غونډه باید د پردې ترشا او په داسې ځای کې نه وي چې افغانان ترې بې خبره وي.

سینیرلي اوغلو د افغانستان په اړه په خپل وروستي راپور کې له نړیوالې انزوا څخه د طالبانو د وتلو لارې چارې وړاندې کړي.

په دې طرح کې سپارښتنه شوې چې د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو او د دوامداره سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره باید یو ملي ډیالوګ پیل شي.

د سینیرلي اوغلو د طرحې له مخې دا اقدام به په افغانستان کې د وضعیت عادي کېدو او په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد ادغام ته لاره پرانېزي.