فنلنډ د افغان ښځو د مهارتونو او پرمختګ د ملاتړ یوې موسسې ته نړیواله جایزه ورکړه

د فنلنډ صدراعظم پیتیري اورپو

فنلنډ د افغان ښځو د مهارتونو او پرمختګ د ملاتړ یوې نادولتي موسسې ته د جنسیتي برابرۍ نړیواله جایزه ورکړه.

د فنلنډ صدراعظم پیتیري اورپو پرون د دې ټولنې مشرې محبوبې سراج ته د دې جایزې د سپارلو پرمهال وویل چې افغان مېرمنې او پېغلې نجونې له جنسیتي ځورونو سره مخامخ دي.

اورپو زیاته کړه چې هېواد یې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ وکړ او دې مهم ملاتړ ته به په راتلونکي کې هم دوام ورکړي.

مېرمن سراج د خپلې ټولنې په استازیتوب د دې جایزې د ترلاسه کولو پرمهال په یوه وینا کې وویل چې دې په افغانستان کې د کورني تاوتریخوالي ډېرې ناوړه پېښې، له هغې ډلې داسې ښځې او نجونې چې پوزې، غوږنه او نور اندامونه یې پرې شوي وو، په خپلو سترګو لیدلي دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغان ښځو او نجونو سره د واکمنو طالبانو چلند په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو د خواخوږ ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

دا له هغو مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي چې له کبله یې د طالبانو حکومت تراوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.