ملګري ملتونه: په افغانستان کې د اقلیم بحران په وړاندې دې مقاومت پیاوړی شي

ارشیف: په ارزګان کې وچکالۍ ستونزې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا 'یو این ډي پي' وایي، وچکالي، سېلابونه، شدیده تودوخه او د ځمکې تخریب په افغانستان کې ورځ تر بلې ډېرېږي چې د دې هېواد پر کرنې، اقتصاد او امنیت یې اغېز کړی دی.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې نن دوشنبې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې: "موږ ته په کار ده چې د اقلیم د بحران پر وړاندې اوس اقدام وکړو ترڅو په دې هېواد کې د اقلیم پر وړاندې مقاومت پیاوړی شي."

په هغه ویډیو کې چې 'یو این ډي پي' پردې پاڼې خپره کړې ویل شوي چې تر ټولو بې‌وزلي او زیانګالي د اقلیم د بدلون بحران سخت ځپلي دي.

دغه راز ویل شوي چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون د تر ټولو زیانګالو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای لري او د ۱۹۵۰م کال راهیسې په دې هېواد کې تودوخه ۱،۸ درجې د سانتي ګراد لوړه شوې ده.

دا اداره پر افغانستان د اقلیم د بدلون د ناوړه اغېزو خبره داسې مهال کوي چې په دوبۍ کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس کې چې سبا سې شنبې یې وروستۍ ورځ ده، پرله‌پسې درېیم کال دی چې د افغانستان څوکۍ خالي ده.