یو شمېر پخواني افغان ځواکونه له پاکستانه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

ارشیف: په کابل کې د تېر نظام یو شمېر ځواکونه

د راپورونو له مخې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځانګړیو ځواکونو شاوخوا دوه سوه غړي چې د بریتانیا له خوا روزل شوي او تمویل شوي، له پاکستانه د ایستلو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د استولو له ګواښ سره مخ دي.

د بي بي سي انګریزي ویبپاڼې د راپور له مخې دغه شمېرې چې د پخوانیو افغان پوځیانو شبکې راټولې کړي، د بریتانیا یوه پخواني جنرال هغه خیانت او شرمونکې بللې دي.

جنرال ریچارډ بارونز چې په افغانستان کې یې دولس کاله د برتانوي ځواکونو د قومندان په توګه دنده ترسره کړې بي بي سي ته ویلي چې د دغو پوځیانو په انتقال کې د بریتانیا ناکامي شرمونکې ده او هغه ښیي چې: "موږ د یوه ملت په توګه دوه ګونې یا هم ناتوانه یو."

په ۲۰۲۱ کال د بریتانیا د وخت صدراعظم بوریس جانسن د دې هېواد پارلمان ته ویلي وو چې د دغو افغان ځانګړیو ځواکونو خدمت ډېر مهم دی او بریتانیا به په خوندي توګه د دوی د انتقال لپاره هر هغه څه چې په وس کې وي ترسره کړي.

د راپور له مخې دغه پوځیان پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي او اوس چې پاکستان بې اسناده افغان کډوال باسي، دوی هم د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.