اسراییلي ځواکونو د حماس ډلې پر وړاندې روانه جګړه لوېدیځ لور ته غځولې

غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د اسراییل پوځ د ټانکونو په ملتیا د غزې په جنوب خان یونس ښارګوټي او شاوخوا سیمو کې د سخت دریځې حماس ډلې پر وړاندې جګړه لوېدیځ لور ته غځولې.

حماس امریکا او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

په عین حال کې د ملګروملتونو چارواکو په غزه کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره یوځل بیا د اوربند غوښتنه کړې ده.

د ډیپلوماتانو له قوله ویل شوي چې په پام کې ده، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله چې ۱۹۳ غړي لري، سبا سې شنبې د یوه پرېکړه لیک پر مسودې رایې واخلي چې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي.

اسراییل په خان یونس کې پر جګړې وروسته له هغې تمرکز کړی چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې یې د غزې په شمالي برخه کې پوځي عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د غزې د ۲،۳ میلیونه وګړو اکثریت دې ته مجبوره شول چې له خپلو سیمو بې ځایه شي.

په عین حال کې د اسراییل پوځ نن دوشنبې وویل چې په غزې تړانګه کې د ځمکنۍ جګړې له پیل راهیسې یې له سلو زیات سرتېري وژل شوي دي.

د فرانس پرېس آژانس د راپورله مخې پوځ ویلي چې په روانه جګړه کې د درې نورو سرتېرو په وژل کېدو سره د وژل شویو اسراییلي سرتېرو شمېر۱۰۱ ته ورسېد.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوې چې سخت دریځې حماس ډلې د اکتوبر په اومه د اسراییل پر جنوبي ښارګوټو برید وکړ، ۱۲۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.