ملګري ملتونه: له پاکستانه افغانستان ته ستنېدونکي کډوال مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري

له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري خبرداری ورکوي چې که هغو افغانانو ته چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستنېږي، لازمې مرستې ونه رسېږي، په سخت ژمي کې به ومري.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې د اکټوبر میاشتې له لومړیو راهیسې له کله چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې بې اسناده کډوال به په زوره له هېواده وباسي، تراوسه نږدې پنځه لکه افغانان له پاکستانه ایستل شوي یا په خپله وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په هغه راپور کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړی ویلي، د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېری افغانان چې له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، زیانګالي دي او که د مناسبې سرپناه په برخه کې ورسره مرسته ونه‌شي نه به سخت ژمي کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د کډوالو د لویې کمېشنرۍ په وینا، هغه کسان چې پر پوله رااوړي ډېر ستړي اوستومانه دي او بېړنۍ مرستې او رواني ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي، د هغو کسانو چې تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته راستنېږي، شاوخوا اتیا سلنه یې ښځې او ماشومان دي.