د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې لوبغاړي

د نولس کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان د ۷۳ منډو په توپیر نیپال ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د کابل پر وخت د یکشنبې پر سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شوې وه چې نیپال د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۶۱ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې جمشید ځدراڼ سلیزه ووهله، هغه لومړنی افغان شو چې په روان اسیا جام کې سلیزه کوي.

ځدراڼ ۱۵۸ توپونه ولوبول، ۸ څلوریزې یې ووهلې او د لوبې په وروستي اور کې د پښې ټپي کېدو له امله ناسوځېدلې له لوبغالي ووت.

دغه راز بل افغان توپوهونکي نعمان شاه بیا په ۳۸ توپونو ۶۰ چټکې منډې وکړې.

نيپال په خپله پاڼۍ کې ۴۰.۱ اورونه ولوبول، ټولو لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۸۸ منډې یې وکړې.

یادې لوبډلې ته ارجون کومال ۹۱ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې لوبډلمشر نصیرخان او فریدون داودزي درې درې او محمدیونس ځدراڼ ۲ ویکټې واخیستې.

د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي هندوستان ته بایللې وه.

ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه افغانستان او پاکستان سره سیالي وکړي.