د یوناما مشره: طالبان دې د بشري حقونو مکلفیتونه ومني او درناوی یې وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتنبایووا

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د دغه هېواد د باثباته، سوله ییز او سوکاله راتلونکي د بنسټ په توګه د بشري حقونو مکلفیتونه ومني او درناوی یې وکړي.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، اوسني حاکمان، د ټولو هغو کسانو په وړاندې چې په افغانستان کې ژوند کوي، هم قانوني مکلفیت لري او هم تر دې پراخ مسوولیت لري چې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه خوندي کړي.

نن د ډسمبر میاشتې لسمه، د بشري حقونو نړیواله ورځ ده او داسې وخت نمانځل کېږي چې ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر اوسني وضعیت اندېښنه ښوولې ده.

څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړې دي.

دغه راز یې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې او په غیردولتي موسسو، دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو او نجونو کار هم منع کړی دی.