طالبان: ترکي پانګوالو په افغانستان کې د مرمرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

ارشیف: په افغانستان کې د یوه کان انځور

د طالبانو چارواکي وايي، ترکي پانګوالو په افغانستان کې د مرمرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون ناوخته د طالبانو د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور او د ترکیې د امي اوغلو مرمرو کمپنۍ د مشر رجب مصطفی د کتنې خبر ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې پر موضوع یې په خپلو کې خبرې کړې دي.

د خبر له مخې دلاور ویلي، په افغانستان کې پانګونې ته هر ډول زمینه برابره شوې ده.

ملي راډیو تلوېزیون تېره پنجشنبه راپور ورکړی و چې د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو تصدۍ ویلي، د بغلان د کرکرو له کان څخه د ورځې ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي.

طالبانو څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته د افغانستان د کانونو سپړلو ته شدت ورکړی دی.

پر طالبانو انتقاد کېږي چې د کانونو په برخه کې یې تړونونه شفافیت نه لري او د افغانستان طبیعي شتمنۍ په کمه بیه پر بېلابېلو هېوادونو پلوري او استخراج یې هم په مسلکي ډول نه کېږي.