د غزې جنوب کې د جګړو دوام؛ په همدې سیمه کې سلګونه زره ملکیانو پناه اخیستې

د غزې جنوب کې د جګړو له کبله زرګونه کسانو پناه اخیستې ده.

د اسراییل ځواکونه نن یکشنبه د غزې د جنوب د هغو سیمو پر لوري د مخګې تګ په حال کې دي چې په سلګونو زره ملکیانو هلته له بمباریو او له حماس افراطي ډلې سره د سختو جګړو له کبله پناه اخیستې ده.

بلخوا د اسراییل د پوځ لوی درستیز وايي، هېواد یې دې ته اړتیا لري چې په غزې تړانګه کې خپل پوځي کمپاین لا شدید کړي.

هرزي هالیوي پرون شنبه دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د امریکا متحدو ایالتونو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې هغه پرېکړه لیک رد یا ویټو کړ، چې د اسراییل او حماس افراطي ډلې ترمنځ یې په غزه کې د فوري اوربند غوښتنه کوله.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس افراطي ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور کسان یرغمل کړل.

د لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان خوشې شول.