کرکټ؛ تر ۱۹ کلنۍ کم عمره افغان لوبغاړي نن نیپال سره لوبیږي

افغان لوبغاړي

د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د کابل پر وخت د سهار لس بجې، په خپله دویمه مسابقه کې له نیپال سره مخامخېږي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات نن یکشنبه ازادۍ راډیو ته وویل، تمه لري افغان لوبډله په ابوظبۍ کې کېدونکې نننۍ سیالي وګټي.

سادات زیاتوي:

" تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله نن د اسیا جام په لړ کې د نیپال په وړاندې خپله دویمه سیالي کوي. که څه هم د هند په وړاندې لومړۍ لوبه د افغان ټیم په بریا تمامه نه شوه، خو تمه ده چې افغان ټیم نننۍ سیالي وګټي."

د هند د کرکټ تر ۹ کلنو کم عمره لوبډلې تېره جمعه له افغان لوبډلې مسابقه په اوو ویکټو وګټله.

تر ۱۹ کلونو کم عمرې افغان لوبډلې بله مسابقه د راروانې سې شنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې ده.

که افغان لوبډله په خپل الف ګروپ کې دوې سیالۍ وګټي، د دغو مسابقو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.

د اسیايي جام په دغو سیالیو کې ټولټال ۸ لوبډلې برخه لري چې په هغوی کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش او سریلانکا دایمي غړي دي.