د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د هوا د ککړتیا پر مخنیوي ټینګار وکړ

له ارشیفه د کابل ښار د چاپېریالي ککړتیا یو تصویر

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې د طالبانو په کنټرول کې ده وايي، د ژمي له راتګ سره د ښارګوټو او د دنګو ودانیو مسوولان دنده لري چې خپل د تودولو سیسټمونه برقي یا ګازي جوړ کړي.

دغې ادارې پرون شنبه په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یې په ګڼ مېشتو سیمو، دنګو ودانیو او ښارګوټو کې د خبرتیا لپاره څه باندې دوه زره اطلاعیې خپرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د دوی څارونکي شپه و ورځ د کابل ښار په ټولو برخو کې د هوا د ککړتیا سرچینې څاري او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.

دغې ادارې نه دي ویلي چې دوی د کوم قانون له مخې له سرغړوونکو سره چلند کوي.

څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته طالبانو ټول نافذ قوانین او اساسي قانون ملغی اعلان کړل.

په دې موده کې د چاپېریال ساتنې په اړه هم د طالبانو له خوا کوم نوی قانون نه دی جوړ شوی.