امریکا د طالبانو پر دوو چارواکو د لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه

د عکس ښي لور ته د طالبانو د علومو اکاډمي مشر فرید الدین محمود او چپ لور ته د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي چې تازه پرې امریکا بندیزونه لګولي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر د طالبانو پر دوو چارواکو د لګېدلو بندیزونو دفاع وکړه.

د امریکا متحدایالتونو د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي او د طالبانو د علومو اکاډمي پر مشر فریدالدین محمود بندیزونه لګولي دي.

اغلې ډیکر په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې نن لیکلي چې حنفي او محمود د افغانستان نیم ولس له خپلو حقونو بې برخې کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد دا بندیزونه غندلي دي.

ده په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د فشارونو اعمال د ستونزو حل لاره نه ده.

امریکا د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی او ویلي یې دي چې خالد حنفي له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو له زده کړو سره مخالفت کړی دی.

د طالبانو د علومواکاډمي پر مشر فرید الدین محمود هم له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو د تعلیمي مرکزونو د تړلو د پرېکړې د حمایت په خاطر بندیز لګېدلی دی.