پوتین: د روسیې ولسمشریزو ټاکنو ته بیا هم کاندید یم

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په راروانه مارچ میاشت کې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې به بیاهم ځان کاندید کړي.

ښاغلي پوتین چې په اوکراین کې د روسې د جګړې د ګډونوالو سرتېرو په ډله کې خبرې کولې تایید کړه چې دی غواړي د یوې بلې دورې لپاره هم ولسمشر شي.

تمه ده چې پوتین به راروان انتخابات په ډېرې اسانۍ وګټي او په دې توګه به دی له جوزف ستالین وروسته یوازینی رهبر وي چې پر کریملین ترټولو د ډېرې مودې په مخه واک چلوي.

ښاغلي پوتین د یوې بلې شپږکلنې دورې لپاره د ولسمشر په انتخاباتو کې د خپل ځان د کاندیداتورۍ اعلان وروسته له هغه وکړ چې د اوکراین په اشغال شوې دونیڅک سیمه کې د روس پلوه پارلمان مشر ارتیوم ژوګا په مسقیم ډول غږ پرې وکړ چې د مارچ د اولسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ودرېږي.

ژوګا ادعا وکړه چې دا غوښتنه د دونباس سیمې د ټولو خلکو په استازیتوب کوي.