فرانسې ۶ تنکي ځوانان د یوه ښوونکي د قتل په تور محاکمه کړل

له ارشیفه د فرانسې د بیرغ تصویر

په فرانسه کې د صغیرانو یوې محکمې د یوه سخت دریځي اسلامپال له لوري د یوه ښوونکي د وژنې په قضیه کې د لاس لرلو په خاطر د شپږو تنکيو ځوانانو سزا نن اعلان کړه.

د سامویل پاتي په نوم ښوونکی په ۲۰۲۰ کال کې وروسته له هغه د ښوونځي مخې ته ووژل شول چې زده کوونکو ته یې د بیان د آزادۍ په اړه د بحث پرمهال د اسلام د پیغمبر کارتونونه وښودل.

بریدګر چې یو سختدریځی چیچنیایی ځوان و، د پولیسو په ډزو ووژل شو.

محکمې ۵ تنه هلکان چې د قتل پرمهال یې عمرونه ۱۴- ۱۵ کاله وو، له ښوونځي د ښوونکي په راایستلو او بریدګر ته په ورښودلو مجرم وپېژندل او یوبل هلک چې هغه مهال ۱۳ کلن و، په دې مجرم وبلل شو چې په ټولګې کې د بحث په اړه یې په یوه آنلاین تبصره کې دروغ ویلي و، او همدې دروغو د وژل شوي ښوونکي پرضد آنلاین غوسه وپاروله.

محکمې ځینو تورنو هلکانو ته د حبس د لنډې مودې او ځینو ته د تعلیقي بند سزا ګانې اعلان کړې.

تورنو هلکانو په محکمه کې وویل چې نه پوهېدل د دوی دا کار به د ښوونکي د قتل باعث شي.