د ملګرو ملتونو سرمنشي: د حماس بې رحمي د فلسطینیانو د ډله ییزې سزا پلمه نه شي کېدای

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، د حماس د توندلارې ډلې بې رحمي هېڅکله فلسطینیانو ته د ډله ییزې سزا پلمه نه شي کېدای.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس ته د یوې تروریستي ډلې په سترګه ګوري.

ګوتیریش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې اسراییل د حماس ډلې پر وړاندې پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د څو اوونیو له نښتو وروسته پرون جمعه د امنیت شورا غونډه راوبلله.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې، د حماس ډلې تر ادارې لاندې د غزې د روغتیا وزارت ارقام ښيي چې د دې حملو په ترڅ کې تردې دمه په غزه کې له ۱۷ زرو زیات کسان چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.

ګوتیریش همداراز وویل چې شاوخوا ۱۳۰ تنه برمته لاهم د حماس په بند کې دي.

هغه د دې برمته وو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

اسراییلو د غزې په تړانګه کې هوايي او ځمکنۍ حملې وروسته له هغه پیل کړې چې حماس ډلې یې د اکتوبر په اوومه پر قلمرو برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه نور یې برمته کړل.