طالبان: پاکستان نه ستنو شویو کډوالو ته ۲ لکه نومرې ځمکې وېشلو ته چمتو شوې دي

له پاکستانه ستنې شوې یو شمېر افغان کورنۍ په خېمو کې ژوند تېروي

د طالبانو حکومت یو چارواکی ادعا کوي چې دوی له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د استوګنې لپاره د ځمکو دوه لکه نومرې چمتو کړې دي.

د کرنې سرپرست وزیر عطاالله عمري په یوه ویډیو کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس خپره کړې، وايي چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره دا ځمکې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ښارګوټو په چوکاټ کې چمتو شوې دي او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې خپلې ځمکې نه لري.

د ښاغلي عمري په وینا، د هغو کورنیو لپاره چې تر ۱۰ پورې غړي لري ۱۰ بسوې او د هغو لپاره چې له ۱۰ غړو زیات لري، ۱۵ بسوې نومرې ځانګړې شوې دي چې حکومت یې راستنېدونکو ته په نیمه بیه یا پنځوس سلنه تخفیف ورکوي او په لومړي کال به هېڅ پیسې هم نه ترې اخیستل کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو دوو میاشتو کې له څلورنیم لکو ډېر افغانان، څه په جبري ډول او څه په خپله خوښه له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا کډوال شکایت کوي چې د حکومت او مرستندویو ټولنو له خوا له دوی سره شوې مرستې کافي نه دي.