قطر نن د افغان ښځینه وو د زده کړو د ننګونو په اړه د یوې غونډې کوربه دی

له ارشیفه یو سمبولیک انځور چې له زده کړو د افغان نجونو محرومیت څرګندوي

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز وايي چې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو پر وړاندې د پرتو ننګونو په اړه نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې په یوه غونډه کې خبرې په پام کې دي.

دې مرکز پر خپله وېبپاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قطر او اندونېزیا د بهرنیو چارو د وزارتونو په کوربه توب د افغان ښځو د زده کړو په اړه نړیوال کنفرانس نن د ډسمبر په نهمه نېټه جوړېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې غونډه کې مخکښ کارپوهان، نړیوال سازمانونه او نور اړوند چارواکي راټولېږي او د افغان ښځو د زده کړو پر وړاندې د خنډونو په اړه بحث کوي.

د کړکېچونو او بشري څېړنو مرکز ویلي چې د دې کنفرانس د څېړنو نتاېج به د یکشنبې په ورځ د دوحه فورم په نوم د پالیسي جوړوونکو او نورو ګډونوالو هغې غونډې ته وړاندې شي چې سږکال د ګډو برخلیکونو د جوړولو تر سرلیک لاندې جوړېږي.

طالبانو د افغانانو او نړیوالو له پرله پسې غوښتنو سره سره تراوسه د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو دروازې بندې ساتلې دي.