د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار هغه ادعاوې رد کړې چې ویلي وو، امریکا له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنې چټکې کړي او د دوی حکومت ته يې یو فهرست هم سپارلی دی.
مجاهد نن پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر لیکلي، د حکمتیار خبرې حقیقت نه لري او د دوی حکومت له هیچا سره د ټولشموله حکومت د جوړېدو ژمنه نه ده کړې.
تر دې مخکې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو د افغانستان د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار له قوله راپور ورکړی و چې امریکا له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنې چټکې کړي او یو فهرست يې هم ورته سپارلی دی.
د حکمتیار له خولې همدارنګه ویل شوي چې امریکا د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که یې شرایط ونه منل شي د دوی د مخالفانو ملاتړ به پیل کړي.
دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په وروستیو کې په روسیه، تاجکستان، اتریش او نورو هېوادونو کې د طالبانو د سیاسي مخالفانو غونډې جوړې شوي دي.
خپله امریکايي چارواکو د ګلبدین حکمتیار د دې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ په خبرو ټینګار کړی، خو ویلي یې دي د طالبانو د حکومت پر وړاندې د کوم وسلهوال مخالفت ننګه نه کوي.