حکمتیار: امریکا له طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنې چټکې کړي

د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار

د افغانستان ځینو محلي رسنیو راپور ورکړی چې د حزب اسلامي افغانستان مشر ادعا کړې چې د امریکا متحد ایالتونو د طالبانو له حکومته د ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنې چټکې کړي دي.

ګلبدین حکمتیار ظاهراً د خپل ګوند غړو ته په یوه انلاین غونډه کې ویلي چې واشنګټن د طالبانو حکومت ته یو فهرست هم سپارلی دی.

د طالبانو حکومت د دې موضوع په باب تبصره نه ده کړې.

د محلي رسنیو د راپورونو له مخې حکمتیار ویلي، د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که یې شرایط ونه منل شي د دوی د مخالفانو ملاتړ به پیل کړي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې په وروستیو کې په روسیه، تاجکستان، اتریش او نورو هېوادونو کې د طالبانو د سیاسي مخالفانو غونډې جوړې شوې دي.