پاکستان د افغانانو د سوکالۍ او پرمختیا د ملاتړ لپاره د ګډو چلندونو پر اهمیت ټینګار وکړ

د عکس ښي لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني او چپ لور ته د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ټام وېسټ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ټام وېسټ سره د افغانستان پر موضوع خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې کتنه کې جيلاني د افغانانو د سوکالۍ او پرمختیا د ملاتړ لپاره د ګډو چلندونو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ چې د سیمې څلورو هېوادونو ته یې سفر پیل کړی، پرون په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم کتلي وو.

اصف دراني پر خپله ایکسپاڼه له ټام وېسټ سره د کتنې خبر ورکړی او لیکلي یې وو چې دواړو خواوو د افغانستان پر بېلابېلو مسئلو خبرې کړي دي.

وېسټ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې سیمې ته یې د دوشنبې په ورځ سفر پيل کړی او د دې لس ورځني سفر په لړ کې به پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته لاړ شي.