پاکستان بیا له طالبانو د تروریستانو د پټنځایونو پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه وکړه

د تحریک طالبان پاکستان غړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له طالبانو د تروریستانو د پناه ځایونو پر وړاندې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پرون په خپل اوونیز کنفرانس کې ویلي: "دا مهمه ده، چې افغانستان په خپله خاوره کې دننه، د تروریستانو د پناه ځایونو په وړاندې چې پاکستان ته خطر پېښوي، کوټلي او اغېزناک اقدام وکړي."

پاکستان وخت ناوخت په دغه هېواد کې د ناامنیو په پېښو کې هغه وسله‌وال دخیل بولي چې د دوی د ادعا له مخې په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري.

د دغو ادعاوو په ځواب کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د لړم یا عقرب میاشتې پر ۱۷مه ویلي وو، په پاکستان کې د امن ټینګول د طالبانو مسوولیت نه دی.

تر دې مخکې د پاکستان سرپرست صدراعظم، انوارالحق کاکړ ادعا کړې وه، له پاکستانه په سلګونو زره افغان کډوال ځکه ایستل کېږي چې افغانستان د هغو پاکستاني افراطي وسله‌والو په مخنیوي کې پاتې راغلي چې د خاورې په کارولو سره یې په پاکستان کې عملیات مخ ته وړي.