یونان او ترکیې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی

د عکس ښي لور ته د یونان صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس او چپ لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

یونان او ترکیې پرون په خپلو اړیکو کې د کړکېچ کمولو لپاره په لوړه سطحه د مذاکرو د بیا پیلولو خبر ورکړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تېرو شپږو کلونو کې د لومړي وار لپاره آتن ته سفر وکړ.

اردوغان د یونان له صدراعظم کیریاکوس میڅوتاکیس سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، د دواړو لوریو ترمنځ داسې ستونزه نه شته، چې د حل وړ نه وي.

د ترکیې ولسمشر ویلي، دوی په خپلو اړیکو کې نوره پرمختیا او مثبت خوځښت غواړي.

د کډوالۍ، په اژه سمندرګي کې د انرژۍ د اکتشافاتو او ځمکنۍ بشپړتیا پر سر د دواړو لوریو ترمنځ له اوږدې مودې لانجې وې او اردوغان له ۲۰۱۷م کال راوروسته په لومړي ځل اتن ته په رسمي سفر ځي.

اردوغان وړاندې د اژه سمندرګي د حاکمیت د حق په باب د څه باندې سلو کلونو مخکې تړونونو په اړه شک څرګند کړی و.

د ترکیې او یونان جنګي الوتکو وخت ناوخت د دې سمندرګي پر لانجمن هوايي حریم په خپلو کې ځینې لانجې کولې.