ملګري ملتونه: پاکستان باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړي

له پاکستان ایستل شوي افغان کډوال په تورخم کې د ثبت او راجستر پر مهال. November 12, 2023

ملګرو ملتونو په پاکستان کې د تروریزم د خطر او د کډوالو د حضور د نامستند ارتباط پر وړاندې خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو متخصصانو پرون چهارشنبې په یوه بیان کې وویل چې دوی په پاکستان کې د روان ۲۰۲۳ له پیله د کورونو د خاوندانو له لوري په زوره د افغانانو د ایستلو، د ماشومانو په شمول د افغانانو د نیونو او ایستلو راپورونه ترلاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغو دوولس متخصصانو همداراز ویلي، دوی تاییدوي چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې افغانانو ته پناه ورکړې، خو باید بې دلیله او بې سنده کډوال او د تروریزم خطر سره ونه تړل شي.