د افغانستان په ۲۳۰ ولسوالیو کې ۴۵۰ نوي انتنونه جوړېږي

په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه

افغان ټیلکام شرکت وايي، د افغانستان په ۲۳۰ ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو د پیاوړتیا لپاره ۴۵۰ نوي انتنونه یا برجونه جوړوي.

د دغو مخابراتي برجونو پر جوړولو به، چې په اتلس ولایتونو کې جوړېږي، یو اعشاریه ۸۹ میلیارد افغانۍ ولګول شي.

ډېر افغانان د مخابراتي شبکو د کیفیت له خرابوالي او د ټیلفوني مکالمو او انټرنېټ د بیې له لوړوالي شکایت کوي.

په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د افغانستان د مخابراتي شبکو ډېر انتنونه الوځول شوي چې له کبله یې مخابراتي شبکو ډېر مالي تاوان کړی دی.