پوتین له محمد بن سلمان سره ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون (چهارشنبې) په ریاض کې د سعودي عربستان له ولیعهد، محمد بن سلمان سره ولیدل.

ښاغلي پوتین منځني ختیځ ته د یو ورځیني سفر په لړ کې لومړی ابوظبي ته لاړ او د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره یې ولیدل.

محمد بن سلمان له ولادیمیر پوتین سره په خبرو کې په منځني ختیځ کې د ثبات د ټینګښت لپاره د سعودي او روسیې پر هڅو او همکارۍ ټینګار وکړ.