ایران: د ژویو د لېږد یو وړتیا لرونکی کاپسول مو د ځمکې مدار ته استولی

د استول شوي کاپسول تصویر

ایران وایي، یو کاپسول یې چې د ژویو د لېږدولو وړتیا لري د ځمکې مدار ته استولی دی.

د ایران ایرنا خبري آژانس د دې هیواد د مخابراتو د وزیر عیسی زارع پور له قوله د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ویلې یې دي دغه کاپسول چې نیم ټن وزن لري د ځمکې مدارته په ۱۳۰ کیلومترۍ کې استول شوی دی.

هغه نه دي ویلي چې ایا د کاپسول دننه کوم ژوی هم وو کنه، خو ویلي یې دي چې دغه ماموریت د ایران د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړې راتلونکو کلونو کې ستورمزلي یا فضانوردان فضاته ولېږي.

هغه د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل، دوی په پام کې لري چې پر ژویو د څو آزموېنو له ترسره کیدو وروسته تر ۲۰۲۹ کال پورې فضا ته ستورمزلي ولېږي.

ایران له دې مخکې کله ناکله فضا ته په بریالیتوب د سپوږمکیو او د نورو فضایي بېړیو د استولو خبره کړې.

په ۲۰۱۳ کال کې ایران ویلي وو چې یوه بیزو یې فضاته استولې اوهغه یې بیرته په بریالیتوب سره راګرځولې ده.