د جرمني نژدې یو میلیون کډوال روحي فشارونه او ژور خپګان لري

جرمني کې یو شمېر کډوال

د یوې څیړنې له مخې، په جرمني کې نژدې یو میلیون کډوال له روحي فشارونو سره مخامخ دي او ژور خپګان لري.

د جرمني د ( من هایم ) او ( بیلیفیلد) پوهنتونو د څیړنې له مخې؛ د کډوالو دیرش فیصده له روحي فشار او څلویښت په سلو کې په ژور خپګان اخته دي.

د دې څیړنې د راپور له مخې دا نه ده څرګنده شوې چې په دې کډوالو کې څو سلنه افغانان دي.

د جرمني د کډوالو د چارو د ادارو په وینا، د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، څه باندې درې لکه او پنځه نوي زره افغانان دغهَ هېواد ته د کډوالو په توګه ورغلي دي.