یونېسف په نوې مرستې د افغان ماشومانو لپاره د زده‌کړو مناسب چاپېریال رامنځته کوي

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وایي، له افغانستان سره د زده کړې په برخه کې د اروپایي ټولنې په نوې مالي مرستې سره به دا صندوق په دې هېواد کې د دوه لکه ماشومانو لپاره د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کړي.

د یونېسف د افغانستان څانګې نن چهارشبنې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې ټولګي باید د دوهم کور په څېر احساس شي او زیاتوي ټولګي باید خوندي او د زده کړې لپاره مناسب وي.

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د زده کړو د کیفیت د ښه والي لپاره د ۲۵ میلیون یورو نوې مرسته اعلان کړې ده.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي شارژدافېرې رفايله يوديس دفتر نن سهار ازادي راډیو ته په یوې رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پیسې به د لومړنیو ښوونځیو له ۲۰۰ زره د زیاتو زده ‌کوونکو د زده‌ کړې د چاپېریال د ښه ‌والي لپاره د یونېسف له لارې مصرف شي.

د خبرپاڼې له مخې په دې پیسو به نږدې ۳۸۵ ابتداییه ښوونځیو ته ټولګي، د احاطې دېوالونه او د روغتیا ساتنې په برخه کې نورې اسانتیاوې برابرې شي او یوه برخه به یې د ښوونکو په روزنې هم ولګول شي، څو د تدریس کیفیت لوړ شي.

اروپایي ټولنه په افغانستان کې د زده کړه د بهیر له سمون سره دغه مرسته داسې مهال اعلانوي چې په دې هېواد کې د زده کړو پر شرایطو برابر په میلیونونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي.