ډبلیو ایف پي: له پاکستانه ايستل شويو ډېری افغانانو هر څه له لاسه ورکړي

په تورخم کې له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال سازمان یا 'ډبلیو ایف پي' وايي، له پاکستانه ايستل شویو ډېری افغانانو خپل هر څه له لاسه ورکړي او په تشه ګېډه د افغانستان پولې ته رسېدلي دي.

'ډبلیو اف پي' د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۵مه، په هغه ویډیو کې چې په خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې ویلي، سره له دې چې د پام وړ بودیجه نه لري، خو بیا هم شاوخوا دوه نیمو لکو راستنو شوو افغان کډوالو ته د بېړنیو خوراکي توکو مرستې رسولې دي.

د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو او سازمانونو د معلوماتو له مخې، د نومبر له لومړۍ نېټې څخه تراوسه پورې څه باندې څلور سوه زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د تورخم او سپین بولدک له لارې ایستل شوي دي.

ګڼ دا کسان د ساړه ژمي په درشل کې د سرپناه او کاروبار له نشتوالي شکایت کوي.