د غیرقانوني کډوالو استول؛ بریتانیا له روانډا سره یوه معاهده لاسلیک کړه

د بریتانیا بیرغ

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت روانډا ته د غیرقانوني کډوالو د استولو په اړه له دغه هېواد سره یوه معاهده لاسلیک کړه.

مخکې د بریتانیا سترې محکمې روانډا ته د پناه غوښتونکو لېږل ناقانونه بللي وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي سه شنبه روانډا ته د سفر پر مهال ویلي چې روانډا د کډوالو په اړه ځانګړې پاملرنه کوي او بریتانیا په ګډه ورسره کار کوي چې څنګه د غیرقانوني کډوالو نړیواله ستونزه هوارېدلی شي.

تمه ده د دې معاهدې په اساس بریتانیا هغه غیرقانوني کډوال او پناه غوښتونکي چې له بېلابېلو لارو د بریتانیا خاورې ته رسېدلي روانډا ته ولېږي او له هغه ځایه به یې بیا قضیې وڅېړي.

روانډا په ځواب کې ۱۸۰ میلیونه ډالره ترلاسه کوي څو د پناه غوښتونکو لپاره امکانات برابر کړي.

بریتانیا ته د افغانستان په شمول د نړۍ له وروسته پاتو هېوادونو پناه غوښتونکي د ښه ژوند په لټه ورځي او روانډا ته د دغو غیرقانني پناه غوښتونکو د استولو پرېکړې پخوا هم ګڼ دا پناه غوښتونکي اندېښمن کړي وو.