ییلوا جانسن: د منځني ختیځ د کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنره ییلوا جانسن

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ له کبله اروپا د تروریستي حملو له لوی ګواښ سره مخ ده.

ییلوا جانسن نن یوې خبري غونډې ته وویل، د اسراییلو او د حماس د سختدریځې ډلې ترمنځ د جګړې له کبله چې په ټولنه کې کوم ویش راغلی دی، داسې مهال چې د کرسمس جشن راروان دی په اروپايي ټولنه کې د تروریستي حملو خطر شته.

هغې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل او دفتر یې هم سمدستي په دې اړه د جزییاتو لپاره غوښتنې نه دي ځواب کړي.

اروپايي ټولنه او متحدایالات حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني.

مېرمن جانسن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران په بروکسل کې راټول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ماښام د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د آیفل برج مخې ته یوه بریدکوونکي یو جرمنی سیلاني د چړې په ګوازونو وواژه او دوه تنه نور یې ټپیان کړل.