د بلوچستان چارواکي: منظور پشتین له نیول کېدو وروسته له دې ایالت څخه اېستل شوی

له ارشیفه د منظور پشتین یو تصویر

د بلوچستان چارواکي وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM مشر منظور پشتين یې تر نيول کېدو وروسته له دې ایالت څخه اېستلی دی.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي پرون خبریالانو ته وويل پشتين د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پولیسو ته سپارل شوی، خو د ډيره اسماعيل خان د پوليسو سرچينو مشال راډيو ته وويل چې پشتين اسلام اباد ته بیول شوی.

اڅکزي تور ولګاوه چې د پشتين ساتونکو پر پولیسو ډزې کړي او د موټرو په ټکر کې یې يو دولتي مامور هم زخمي کړی، خو پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ويډيوګانو کې ښکاري چې امنيتي ځواکونو موټر د پشتين د موټر مخه نیسي.

د PTMمشران د چارواکو ادعاوې رد کړې دي.

په عین حال کې یوشمېر فعالانو او سیاستوالو د پښتین پر نیول کېدو اعتراضونه کړي دي.

د غورځنګ غړي او سیاستوال علي وزیر پر اېکس شبکې لیکلي زندان او حملې به د دوی زغم نه یوازې کم نه کړي؛ بلکې ټینګ او پوخ به یې کړي.

د ښځو د تعلیم او حقونو فعالې او د PTM غړې سنا اعجاز د پشتین نیول او پر هغه برید غندلي دي.

منظور پشتین د بلوچستان ایالت پولیسو پرون وروسته له هغه ونیوه چې د موټرو پر کاروان یې ډزې وشوې.

په دې برید کې ده ته زیان وانه وښت، خو د ده یو همکار او یوه لاروۍ مېرمن ټپيان شول.

د PTM فعالان وایي چې دا ډزې د پاکستان امنیتي ځواکونو کړي.