طالب چارواکي: ۴۱۱ نورې کډوالې کورنۍ پرون پاکستان نه را ستنې شوې

له پاکستانه خپل هېواد ته یو شمېر ستانه شوي افغانان

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، پرون دوشنبه د افغان کډوالو ۴۱۱ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته را ستنې شوې دي.

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ۲۴۴ کورنۍ په تورخم او ۱۶۷ نورې د سپین بولدک له لارې اېستل شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر له څلور لکه او لس زرو اوښتی دی.

پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د اېستو لړۍ پيل کړې ده.