د منظور پښتین نیول کیدو ته د یو شمېر فعالانو او سیاستوالو غبرګونونه

له ارشیفه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین یو تصویر

یوشمېر فعالانو او سیاستوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین نیول کېدو ته غبرګونونه ښودلي دي.

د همدې غورځنګ فعال او سیاستوال علي وزیر پر خپله اېکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، زندان او بریدونه به د دوی زغم نه یوازې دا چې کم نه کړي؛ بلکې زیات او پوخ به یې کړي.

د ښځو د تعلیم او حقونو فعالې او د پي.ټي.ایم غړې سنا اعجاز هم د پښتون نیول کېدل او پر هغه برید غندلی دی.

پښتین پرون دوشنبه د بلوچستان ایالت د پولیسو له خوا وروسته تر هغه ونیول شو چې پر موټریز کاروان یې ډزې وشوې او دی ترې روغ ووت.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وایي، ډزې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا شوي چې د منظور پښتین یو همکار او یوه لاروۍ میرمن په کې ټپي شوې ده.