بامیان: ښځو ته ځانګړی سوداګریز، تفریحي او فرهنګي مرکز پرانیستل شو

د پرانیستل شوي مرکز یوه څنډه

په بامیان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي چې د ښځو لپاره یې ځانګړی سوداګریز، تفریحي او فرهنګي مرکز پرانیستی دی.

د بامیان د والي مطبوعاتي دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل دا مرکز د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ UNHCR په مالي لګښت مرکز ته نژدې د عیسی خان دښتې په نوم سیمه کې جوړ شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا مرکز د فامیلي بڼ په نوم یادېږي او د حرفوي زده کړو یوه څانګه، هټۍ، رستورانت، یو لوی سالون، شنه ساحه او تفریحي پارک لري.

په بامیان کې د ښځو د دغه مرکز د جوړېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې د امر په اساس، د بند امیر د ملي ساحې په ګډون ټولو پارکونو او تفریح ځایونو ته د ښځو پر ورتګ بندیز لګېدلی دی.