د اسراییل د پوځ ټینګار؛ د غزې له خان یونس ښارګوټي دې خلک ووځي

له خان یونس سیمې یو شمېر وتونکي خلک

د اسراییل پوځ په غزه کې له خان یونس ښارګوټي د خلکو د وتو غوښتنه بیا تکرار کړه.

په دې ښارګوټي کې چې په غزه کې د اسراییل د جګړې له پیل راهیسې څواوونیو کې په لسګونو زره بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه اخیستې خلکو ته یې د وتلو خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې اسراییل په غزه کې ځمکني عملیات او هوایي بریدونه زیات کړي دي.

اسراییل په غزه کې پوځي عملیات د یوه اوه ورځني اوربند له پای ته رسیدو وروسته پراخوي چې هدف یې د سخت دریځې حماس ډلې له منځه وړل ښودل شوې دي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، پراسراییل د اوکتوبرپه اوومه له پراخ برید سره دغه جګړه چې د اسراییل او فلسطینانو ترمنځ څولسیزو کې ترټولو خونړۍ جګړه بلل کیږي، پیل کړه.

د دغې جګړې په ترڅ کې په زرګونو کسان وژل شوي او د محاصره شوې غزې د شاوخوا ۲،۳ ملیونه نفوس دوه پر درېیمه برخه وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.